کرملین ماڼۍ : ټاکل شوې ولسمشر پوتین د ټرمپ سره لیدنه وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدنې ته چمتو دی.

2229264
کرملین ماڼۍ : ټاکل شوې ولسمشر پوتین د ټرمپ سره لیدنه وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدنې ته چمتو دی.

پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې د روانو مسلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پیسکوف ټینګار وکړ چې موجوده ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي، پرته له دې چې د پوتین او ټرمپ د غونډې لپاره کوم شرایط وضع شي.

هغه وویل چې د غونډې جزئیات به د جنوري په ۲۰مه د ټرمپ د واک له اخیستو وروسته وټاکل شي.

هغه د بایډن ادارې پر هغې پریکړې هم نیوکه وکړه چې اوکراین ته نوې امنیتي مرستې ورکوي، او ویې ویل چې د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي چې جګړه روانه وساتي.


پيوندونه: #لیدنه , #پوتین , #ټرمپ

اړوند خبرونه