د ایلون ماسک او اروپا ترمنځ جنجال مخ په زیاتیدو دی.
د بلجیم لومړي وزیر الکساندر ډی کرو د اروپايي اتحادیې کمیسیون څخه غوښتنه کړې چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس څښتن ایلون ماسک په وړاندې چې د ښي اړخو افراطي ګوندونو ملاتړ کونکي پوسټونه شریکوي مداخله وکړي.
د بلجیم لومړي وزیر الکساندر ډی کرو د اروپايي اتحادیې کمیسیون څخه غوښتنه کړې چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس څښتن ایلون ماسک په وړاندې چې د ښي اړخو افراطي ګوندونو ملاتړ کونکي پوسټونه شریکوي مداخله وکړي.
د بلجیم لومړي وزیر د استازو په مجلس کې د وینا پر مهال، د امریکایی سوداګر ماسک لخوا د آلمان لپاره د ښي اړخي بدیل ګوند د ملاتړ کولو نه یادونه وکړه.
ډي کرو د اروپايي ټولنې له کمیسیون څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو د ډیموکراسۍ د "بې ثباته کولو" لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارولو په وړاندې مداخله وکړي. هغه د ماسک د نوم په نه اخیستو سره ، په رسنیو کې د "شتمنو او ځواکمنو خلکو د لاسوهنې" د مخنیوي غوښتنه وکړه.
ډي کرو وويل "زموږ پر خپل حاکميت پرله پسې بريدونه کیږي. موږ بايد مداخله وکړو."
ډي کرو وویل چې د عمل لپاره قانوني اساسات او قواعد شتون لري، او زیاته یې کړه "د اروپايي اتحادیې کمیسیون باید اقدام وکړي او د ډیجیټل خدماتو قانون وسیلې وکاروي. د بیان آزادي زما لپاره ارزښتناکه ده، مګر دا د دازادۍ په پلمه د نورو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا ده چې ددې باید مخه ونیول شي .
د ایلون ماسک او اروپا ترمنځ جنجال مخ په زیاتیدو دی.
د ویلو ده چې ایلون ماسک په جرمني کې د جرمني لپاره د بدیل ښي اړخه افراطي ګوند نه د ملاتړ په کولو او ددې ګوند پر ملاتړ د بعضو پوستونو د شریکولو نه وروسته په اروپايی ټولنه کې سخت غبرګونونه وپارول.
د ایلون ماسک هغه پوسټونه چې په اروپا کې د ښي اړخو ګوندونو ملاتړ کوي، غبرګونونه راپارولي دي، او اروپايي مشرانو هغه د "په ټاکنو او د هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې" په تور تورن کړی دی.
اروپايي سیاستوال، د اروپايي ټولنې غړي او کارپوهان په اروپايي ټولنه غږ کوي چې د ماسک د ټولنیزو رسنیو د هغو پوسټونو پر وړاندې اقدام وکړي چې د ښي اړخو ستاینه کوي.