د امريکا د لاس انجلس په ښار کې د روانو اورونو له امله د مړو شمېر ١٠ تنو ته لوړه شوه.
د کليفورنيا ايالت په لاس انجلس ښار او شاوخوا سيمو کې له څو ورځو راهيسې روان اورونه نورو سيمو ته خپرېږي.
د امريکا د لاس انجلس په ښار کې د روانو اورونو له امله د مړو شمېر ١٠ تنو ته لوړه شوه.
د کليفورنيا ايالت په لاس انجلس ښار او شاوخوا سيمو کې له څو ورځو راهيسې روان اورونه نورو سيمو ته خپرېږي.
د لاس انجلس سيمې د عدلي طب ادارې اعلان وکړ چې د څو ورځو راهيسې د روانو اورونو له امله لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په اورونو کې له لس زره څخه زيات ودانۍ زيانمنې شوې يا په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
په ايټن سيمه کې په شاوخوا ۱۴ زره جريبه ځمکه خپور شوی اور لا تر اوسه تر کنټرول لاندې نه دی راغلی. په داسې حال کې چې په پالیسادس سيمه کې شاوخوا ٢٠ زره جريبه سیمه سوځولی اور يوازې ٦ سلنه تر کنټرول لاندې راغلی دی.
د لاس انجلس امنيتي چارواکو وويل چې د ښار په وډلينډ هيلز سيمه کې يو کس چې د اور لګولو په شک نيول شوی و، توقيف شوی دی.
د لاس انجلس د سيمې د پولیسو افسر رابرټ لونا ويلي و چې په پالیسادس، ايټن او شاوخوا ځانګړو سيمو کې به نن له سيمه ييز وخت ٦ بجو څخه تر سهار ٦ بجو پورې د تګ راتګ باندې بندیز ولګول شي.
د پاساډينا ښاروال ويکټور ګورډو ويلي و چې اوسمهال هغه اوسېدونکي چې د تخليې امر لاندې دي، بايد تر هغه وخته پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي څو چې له چارواکو څخه معلومات نه وي ترلاسه کړي.
د لاس انجلس په ټوله سيمه کې د شاوخوا ١٨٠ زره کسانو لپاره د تخليې امر او د ٢٠٠ زره کسانو لپاره د تخليې خبرداری شتون لري.