په امریکا کې د نوي کال په لمانځونکو خونړي برید شوی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د نیو اورلینز ایالت په مشهور بوربن کوڅه کې یو موټر چلوونکي د نوي کال پر لمانځونو برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2226056
په امریکا کې د نوي کال په لمانځونکو خونړي برید شوی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د نیو اورلینز ایالت په مشهور بوربن کوڅه کې یو موټر چلوونکي د نوي کال پر لمانځونو برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نیو اورلینز ښاروال دا پیښه یو "ترهګریز برید" بللی، پداسې حال کې چې اف بي ای بیا برعکس بیان خپور کړی. پولیسو اعلان وکړ چې اف بي ای تحقیقات په غاړه اخیستي دي راپور ورکړل شوی چې لږترلږه ۱۰ کسان هغه مهال ووژل شول کله چې یو موټر چلوونکي خپل موټر د نیو اورلینز په مشهور بوربون سړک کې د نوي کال په لمانځونکو وچلو.

پېښه نن د شپې په  شاوخوا ۳ بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته  شوې ده. ویل شوي چې شکمن موټر چلوونکی د نوي  کال په لمانځونکو د موټر سره د برید نه وروسته د موټر نه راښکته شوی او پر خلکو يي ډزې هم کړي  دي. پولیسو پر برید کوونکي  ځوابي ډزې وکړې. برید کوونکی د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی دی. همداشان د برید کوونکي په ډزو کې دوه تنه پولیس هم ټپیان شوي  دي. پدې پیښه کې تر ۳۵ تنو ډیر ټپیان شوي  دي.

د نیو اورلینز د پولیسو څانګې پدې پیښه کې لږ تر لږه د لسو تنو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د نیو اورلینز د ناورین سره د مبارزې رسمي ادارې په خپل بیان کې ویلي چې ددې پیښې  ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي او د پیښې ځای ته د نږدې کیدو خبرداری یې نه دی ورکړی.عیني شاهدانو ویلي چې "د نوي کال د لمانځنې جشن په غم او ویر بدل شوی"

۲۲ کلن کیون ګارسیا سي ان ان  ته وویل "یوازې هغه شی چې ما ولیدل یوه لارۍ وه چې د بوربن د سړک په چپ اړخ کې هرڅوک لاندې کول"

یو تن بل عیني  شاهد ویټ ډیوس وویل "هرچا چیغې وهلې او د ځان د ژغورنې لپاره يي هڅه کوله او منډې وهلې  .موږ د یو څه وخت لپاره بند شو او بیا آرام شو."

د ویلو ده چې د یاد شوي  ښار پولیسو ویلي دي  چې دا یو ترهګریز برید وو او د برید په اړه تحقیقات دوام لري.

 


پيوندونه: #نوی کال , #برید , #امریکا

اړوند خبرونه