اولاف شولز وویل چې د آلمان د راتلونکي په اړه د ټولنیزو رسنیو څښتنان پریکړه کولی نشي.
لومړي وزیر اولاف شولز په خپله دودیزه نوي کال وینا کې پرته له نوم اخیستلو په امریکایي سوداګر ایلون ماسک چې د X ټولنیزې رسنۍ څښتن دی او د المان لپاره د بدیل ګوند ستاینه کړې ده سختې نیوکې وکړې.

د المان لومړی وزیر اولاف شولز وویل چې د آلمان د راتلونکي په اړه د ټولنیزو رسنیو څښتنان پریکړه کولی نشي.
لومړي وزیر اولاف شولز په خپله دودیزه نوي کال وینا کې پرته له نوم اخیستلو په امریکایي سوداګر ایلون ماسک چې د X ټولنیزې رسنۍ څښتن دی او د المان لپاره د بدیل ګوند ستاینه کړې ده سختې نیوکې وکړې.
اولاف شولز د دې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د المان راتلونکی د خلکو ددې هیواد د لخوا ټاکیږي د ټولنیزو رسنیو د څښتنانو لخوا نه. هغه وویل "د ټولنیزو رسنیو څښتنان زمونږ د هیواد د راتلونکي په اړه پریکړه کولی نشي. په خبرو اترو کې تاسو کله داسې احساس کولی شئ چې هرڅومره نظر افراطي وي، پاملرنه یې هم دومره زیاته وي. خو په المان کې به راتلونکی د هغه چا لخوا ټاکل کیږي چې لوړ غږ ولري، بلکې راتلونکی به د اکثریت لخوا چې معقول او سم خلک وي ټاکل کیږي.
شولز وویل چې دا د فبروري په ۲۳مه د فدرالي ټاکنو لپاره هم د پلي کېدو وړ دی او زیاته یې کړه: "نن زما غوښتنه له تاسو دا ده چې د رایې ورکولو لپاره لاړ شئ. کله چې تاسو نړۍ ته ګورئ، هر څوک پوهیږي چې آزادې او پټې ټاکنې څومره لوی بریالیتوب دی."
اولاف شولز په مګدیبورګ ایالت کې د کرسمس په بازار برید ته په اشارې سره وویل: "د دې وحشتناکه برید وروسته، په انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو کې د لېونیو افواهاتو خپرېدو یوازې څو دقیقې وخت ونیو. که د امنیتي چارواکو کومې نیمګړتیاوې وي، هغه به وڅېړل شي او حل به شي. خو نن ډېری افواهات او اټکلونه ناسم ثابت شوي دي. داسې شیان موږ وېشي او کمزوري کوي. دا زموږ د هېواد لپاره ښه نه دی."
ایلون ماسک د X پلاټفارم له لارې د المان لپاره د بدیل افراطي ښي اړخه ګوند په ستایلو وویل "یوازې د المان لپاره بدیل ګوند کولی شي المان وژغوري."
ماسک د اکسل شپرینګر میډیا ګروپ اړوند ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې کې د مېلمه لیکوال په توګه په خپله لیکنه کې هم د المان لپاره د بدیل ګوند ملاتړ وکړ او دا یې "د المان لپاره د امید وروستۍ څرک" وباله.