ټرمپ : سوریې خلک باید خپلې ستونزې پخپله حل کړي ځکه چې مونږ پدې مسئله کې ښکیل نه یو
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد رژیم ړنګ شوی دی، د سوریې خلک کولی شي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي، ځکه چې مونږ د هیڅډول مداخلې نیت نلرو.
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد رژیم ړنګ شوی دی، د سوریې خلک کولی شي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي، ځکه چې مونږ د هیڅډول مداخلې نیت نلرو.
ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دسمبر په ۷ د نوټر دام کلیسا د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه فرانسې پلازمینې پاریس ته د خپل سفر پر مهال د پاریس میچ مجلې سره په مرکه کې وکړې.
ټرمپ په خپله دې مرکه کې د نړیوالو کړکېچونو او په منځني ختیځ کې د وضعیت د ارزولو پر مهال خپل "لومړیتوبونه" بیان کړل. هغه وویل چې د هغه تر ټولو لومړی لومړیتوب له روسیې سره د اوکراین د مسلې حل کول دي.
هغه د منځني ختیځ د وضعیت په اړه وویل وویل "د منځني ختیځ مدیریت لږ ستونزمن حالت دی."
ټرمپ وويل: "په نړۍ کې ډېر بحرانونه شتون لري ، موږ په تېرو ورځو کې له سوريې څخه ځیني خبرونه واوریدل. هغوی بايد خپل راتلونکی پخپله وټاکي او د خپل ځان نه پخپله ساتنه وکړي، ځکه موږ پدې مسئله کې ښکېل نه یو. فرانسه به هم پدې کې ښکېل نه شي."
ټرمپ ددې خبرې په ټینګار سره چې د دوی لومړیتوب له روسیې سره د اوکراین د ستونزې حل دی، وویل: «دا دواړه هېوادونه د نه منلو وړ انساني زیانونو سره مخ دي، په سلګونو زره پوځیان وژل شوي، منځني ختیځ هم مهم دی، خو زه فکر کوم چې د اوکراین او روسیې په پرتله دا لږ ستونزمن حالت دی. د منځني ختیځ اداره کول ګرانه خبره ده."
په سوریه کې د بعث ګوند ۶۱ کلنه واکمني د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده، د رژیم مشر بشارالاسد له خپل هېواده وتښتېد.