دونلډ ترمپ خپل چینايي سیال ته د خپلې لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه
د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د چين ولسمشر شي جين پينګ ته بلنه ورکړه.
2219875
د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د چين ولسمشر شي جين پينګ ته بلنه ورکړه.
د بلنې خبر څو ورځې وروسته له هغه راپورته شو چې ټرمپ په چینايي توکو د ګمرکي تعرفو د زیاتولو ګواښ وکړ.
که څه هم هغه قانون چې د چینایي ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ټیک ټیک پلور یا بندیز ته اجباري کوي د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۹ مه نیټه نافذیږي ټرمپ خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ ته ، چې ورسره په ډیری سیمه ایزو او نړیوالو مسلو کې اختلاف د نظر لري ، د خپلې لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه. د امریکا نوی ولسمشر ډونلد ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنوري په شلمه نیټه لوړه وکړي او د ولسمشر په توګه به خپله دنده په رسمي توګه پيل کړي.
چین تر اوسه پورې ددې بلنې ځواب ندی ورکړی. دا لا معلومه نده چې د چین ولسمشر دا دا بلنه ومني او که نه.