د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د مغزي سکتې  له امله په روغتون کې بستر او عملیات شو.

په ساو پاولو کې د سوریې – لبنان په نامه د  روغتون لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا په کور کې د رامنځته شوې یوې پیښې له امله ټپي شوی وو.

2219167
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د مغزي سکتې  له امله په روغتون کې بستر او عملیات شو.

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د مغزي سکتې  له امله په روغتون کې بستر او عملیات شو.

په ساو پاولو کې د سوریې – لبنان په نامه د  روغتون لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا په کور کې د رامنځته شوې یوې پیښې له امله ټپي شوی وو. همداشان ولسمشر دا سلوا ته  مغزي خونریزي پیدا شوې. په اعلامیه  کې راغلي دي چې ولسمشر دا سلوا سمدلاسه عملیات شوی او  یو ډیر پیچلی او سخت عملیات نه تیر شوی دی. په اعلامیه کې د ولسمشر دا سلوا د روغتیايي وضعیت په اړه څه ندي ویل شوي. په اعلامیه کې راغلي دي چې د ولسمشر دا سلوا عملیات پایته رسیدلی او د بیړني مراقبت په څانګه کې د ډاکټر تر نظارت لاندې دی.



اړوند خبرونه