د سویلي کوریا ولسمشر د دفاع وزیر استعفا ومنله

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول  د دسمبر په ۳ مه نيټه د اضطراري وضعیت د اعلانولو نه وروسته د پاریدولو غبرګونو په نتیجه کې  استعفا  کوونکي د دفاع وزیر کیم یونګ هایون استعفا ومنله.

2217237
د سویلي کوریا ولسمشر د دفاع وزیر استعفا ومنله

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول  د دسمبر په ۳ مه نيټه د اضطراري وضعیت د اعلانولو نه وروسته د پاریدولو غبرګونو په نتیجه کې  استعفا  کوونکي د دفاع وزیر کیم یونګ هایون استعفا ومنله.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یون د دفاع وزیر کیم استعفا منلې ده.

د ولسمشر یون لخوا اعلان شوی اضطراري وضعیت د څو ساعتونو  په دننه کې لومړی د وزیرانو د شورا او وروسته د پارلمان لخوا د رایو په اکثریت سره لغوه اعلان شو.

د سویلي کوریا  د دفاع وزیر کیم  تیره ورځ  له خپلې دندې استعفا وکړه. هغه په استعفا لیک کې لومړی د کوریا د خلکو نه چې د اضطراري وضعیت د اعلانیدو نه وروسته ډیرې زیاتې ناکرارۍ پیل شوې  بخښنه وغوښته. هغه وویل چې  "سرتیرو د اضطراري وضعیت  په اړه ټول امرونه، د دفاع وزیر څخه ترلاسه کړي،" کیم یادونه وکړه چې هغه بشپړ مسؤلیت په غاړه اخیستی او یون ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

مخکې له دې چې د دفاع وزیر کیم د استعفا کولو اراده اعلان کړي، مخالفو ګوندونو پارلمان ته یو وړاندیز وړاندې کړ چې د ولسمشر یون د استیضاح غوښتنه وکړه. مخالفو ګوندونو ویلي دي چې ولسمشر د هیواد د نافذه قوانینو پر خلاف اضطراري وضعیت اعلان کړی دی چې د همدې امله هغه باید له واکه لرې شي.

د دفاع وزارت تایید کړه چې ولسمشر یون ته د اضطراري وضعیت د اعلانولو مشوره د دفاع وزیر ورکړې وه.

یون د دفاع وزارت لپاره په  سعودي عربستان کې خپل  سفیر Choi Byung-huk نومولی دی. چوی، یو متقاعد جنرال دی چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې د سویلي کوریا - متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې.



اړوند خبرونه