د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چي امریکا په منځني ختیځ په ډیر تیري کوونکي ډول چلند کوي.
پوتین:، لویدیځ هڅه وکړه چې د اقتصاد په ډګر کې یې روسیې ته ستراتیژیکه ماتې ورکړي، خو ناکام شول.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چي امریکا په منځني ختیځ په ډیر تیري کوونکي ډول چلند کوي.
پوتین د روسیي د ( وي تي بي ) بانک له خوا جوړ شوي "روسیه تاسې ته بلنه درکوي" نړیوال پانګه اچونې فورم په غونډه کې وینا وکړه.
پوتین دلته د وینا پر مهال وویل، لویدیځ هڅه وکړه چې د اقتصاد په ډګر کې یې هېواد ته ستراتیژیکه ماتې ورکړي، خو ناکام شول.
پوتین دې ته په اشارې سره چې لویدیځ سیاستوال په هغو هیوادونو باندې فشار راوړي چې له روسیې سره همکاري کوي او دغه هیوادونه په بندیزونو ګواښي. هغه زیاته کړه: نړۍ د بدلون په حال کې ده او هر څه چې تاسې غواړۍ هغه نه کیږي. پوتین وویل چې په اصل کې هغوی (لویدیځ سیاستوال) د خپلو دې کړنو سره د څو قطبي نړیوال نظم د رامنځ ته کیدو بهیر ګړندی کوي.
پوتین د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ وینا ته په اشارې سره ، چې ویلي یې دي، که د بریکس هېوادونه ژمنه ونه کړي، چې نوې کرنسي به نه جوړوي او د ډالرو نه د لرې والې نه غوره کوي سل په سلو کې د ګمرکي تعرفې سره به مخامخ شي. د روسیې مشر یادونه وکړه چې نړۍ بدله شوې ده.
پوتین ویلي، "ټرمپ څلور کاله په سپینه ماڼۍ کې نه و، په دې موده کې په نړۍ او د امریکا په اقتصاد کې بدلونونه راغلل، د ټرمپ سیاسي مخالفینو د ډالرو د بنسټ د کمزوري کولو لپاره ډېر څه وکړل، چې د نړۍ د اسعارو زیرمې بلل کېږي. "
ولادیمیر پوتین په منځني ختیځ کې د امریکا د اقداماتو په ارزولو سره وویل، امریکا د مینځني ختیځ په سیمه کښې په فعاله او ډیر تیري کوونکي توګه عمل کوي چې دغه کار په سیمه کې د مقاومت د ځواکونو د غبرګون سبب کیږي او اقتصاد او لوژستیکي لارو ته زیان رسوي. یو زیات شمیر ټرانسپورتي کښتۍ خپله لاره اوږدوې او د افریقا له لارې مالونه انتقالوي."
پوتین هیله څرګنده کړه چې له لویدیځو هیوادونو سره به اړیکې ښې شي، پوتین ټینګار وکړ چې "دا یو ناگزیر بهیر دی."