د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده

د  بالتیک په  سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان  پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.

2217356
د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده

د  بالتیک په  سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان  پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.

د آلمان د خبري آژانس  په وینا، د روسیې د کښتۍ لخوا د المان پر پوځي کشفي الوتکې چې د کشفي ماموریت په خاطر يي الوتنه کړې وه د خبرداري په توګه برید شوی دی.

د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند د پیښې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او یوازې یې وویل چې "له قوانینو څخه سرغړونه وخت په وخت په سمندر او یا هم په فضا کې رامنځ ته کیږي."

د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک مخکې ویلي وو چې د بندیزونو ماتونکي روسي کښتۍ په بالتیک سمندر کې په دوامداره توګه لیدل کیږي.

بیرباک دا هم په ګوته کړه چې په بالتیک په سمندر کې  باید د پایپ لاینونو او ډیټا کیبلونو څارنه زیاته شي ، او د ګزمو لخوا د مهمو زیربناوو ساتنه باید پراخه شي.


پيوندونه: #برید , #جرمني , #روسیه

اړوند خبرونه