استرالیا د ۱۶ کلونو نه د کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو په کارولو بندیز لګوي
استرالیا حکومت په نړۍ کی د لومړنی هیواد په توګه، ۱۶ کلنو نه کم عمره ماشومانو او ځوانانو ته ټولنیزو رسنیو کارول منع کوونکی قانون تصویب کړ.
استرالیا مشرانو جرګې په نړۍ کی د لومړنی هیواد په توګه، ۱۶ کلنو نه کم عمره ماشومانو او ځوانانو ته ټولنیزو رسنیو کارول منع کوونکی قانون تصویب کړ.
د ۲۰۲۵ کال وروستیو نه په اعبتار سره نافذ کیدونکو، قانون د ۱۶ کلنو نه کم عمره هر چا باندې ټولنیزو رسنیو کارول د دوی روحي سلامتیا او هوساینی په خاطر منع کوي.
ټولنیزو رسنیو شرکتونه، که چیری ۱۶ کلنو نه کم عمره کسانو ته خپلو پلیتفارمونو نه لری ساتلو لپاره "معقول گامونه" اوچت نکړي، کیدای شي چې د ۵۰ میلیونو استرالیايي ډالرو پورې جریمه شي. له بلی خوا، د قانون نقض کوونکو ځوانانو یا کورنیو ته هیڅ ډول جریمه په نظر کې نده نیول شوې.
"پیغامونو لیږلو اپلیکیشنونه"، "آنلاین لوبو خدمات" او "کارونکو روغتیا او زده کړو ملاتر کوونکي خدمات" د بندیز نه مستثناء نیول شوي دي.
همداشان د یوتیوب په څیر سایټونه چې پرته د عضویت نه کار کوي ددې بندیزونو نه استثناء دي.