پوتین : اوکراین ته د هستوي وسلو د ورکولو په صورت کې به مونږ د خپلو ټولو وسلو نه کار واخلو

د  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د  اوکراین لخوا  هستوي وسلو لاس رسي په صورت کې ، دوی به د خپلو ټولو وسلو نه استفاده وکړي.

2215161
پوتین : اوکراین ته د هستوي وسلو د ورکولو په صورت کې به مونږ د خپلو ټولو وسلو نه کار واخلو

د  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د  اوکراین لخوا  هستوي وسلو لاس رسي په صورت کې ، دوی به د خپلو ټولو وسلو نه استفاده وکړي.

د روسیې ولسمشر پوتین دا څرګندونې د قزاقستان پلازمینه آستانا کی د ټولیزو امنیتي تړون سازمان د مشرانو غونډی نه  وروسته، خبري کنفرانس ته وکړې. پوتین دلته ددې خبرې په ټینګار وویل چې  اوکراین پوځ د لویدیځو هیوادونو نه  د ترلاسه  کړو اوږدو واټن وسلو سره د دوی پر هیواد برید کوي، او دا د  اوکراین په جګړه  کی د لویدیځو هیوادونو د ښکیلتوب  په معنا دی.

پوتین وویل چی تیره شپه د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین پر پوځي هدفونو د ۹۰ توغندیو او ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکو سره برید کړی دی،. هغه وویل چې دا  "طبیعي خبره ده  چی روسیه  د تیري کوونکو بریدونه او اقدامات بې ځوابه نه پریږدي."

پوتین اوکراین ته هستوي وسلو ورکولو احتمال په اړه وویل،

"که چیرې اوکراین هستوي وسلې ترلاسه کړي ، نو موږ به د خپلو ټولو وسلو د کارولو نه دریغ ونه کړو. که اوکراین ته په رسمي توګه هستوي وسلې ورکړل شي، دا به د وژونکو وسلو خپریدو مخنیوی (هستوي وسلو خپریدو مخنیوی تړون) د  ژمنو ښکاره نقض وي. موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې اوکراین هستوي وسلې ترلاسه کړي. موږ به هر ګام تعقیب کړو."

روسيې مشر همدارنګه وویل چی دوی فبروري ۲۰۲۲ راهیسی اوکراین سره جګره کی دي، خو دمخه اعلان شوو شرایطو سره  خبرو اترو ته چمتو دي.


پيوندونه: #ګواښ , #اوکراین , #پوتین

اړوند خبرونه