د روسیې د دفاع وزیر شمالي کوریا ته سفر کړی
روسیې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف او د شمالي کوریا د دفاع وزیر نه کوانګ چول د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
روسیې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف او د شمالي کوریا د دفاع وزیر نه کوانګ چول د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
بلیوسوف د شمالي کوریا د دفاع وزیر نه کونګ سره د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګیانګ ته د خپل سفر د یوې برخې په توګه لیدنه وکړه.
بیلوسوف د غونډې په پیل کې وویل چې شمالي کوریا یو دوست هیواد دی. "د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ د اعتبار وړ تعامل د روسیې او شمالي کوریا اړیکو په پیاوړتیا کې کلیدي رول لوبوي. دوه اړخیزه اړیکې د پوځي همکارۍ په شمول په ټولو برخو کې وده کوي. "
د یادولو وړ ده چې د روسیې او شمالي کوریا تر منځ د هر اړخیز ستراتیژیک شراکت تړون د جون په میاشت کې لاسلیک شو. بیلوسوف وویل: "دا تړون په شمال ختیځ آسیا کې د ثبات د ټینګښت او په سیمه کې د قدرت توازن ساتلو کې په برخه کې مثبت رول لوبوي.، همداشان دا تړون د کوریا په ټاپووزمه کې د جګړې خطر کموي، پشمول د اټومي وسلو کارولو. دا تړون په یوریشیا کې د نوي امنیتي سیسټم اساس دی. "
د شمالي کوریا د دفاع وزیر نه کونګ ویلي چې دوی له روسیې سره اړیکو ته اهمیت ورکوي او غواړي په دوامداره توګه دا اړیکې پیاوړې کړي، او ویې ویل، "د دواړو هیوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ همکاري وده کوي."