د انګلستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې په لسګونو غړیو په اسرائیلو د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه

په انګلستان کی له ۷ بیلابیلو سیاسي ګوندونو نه تر ۶۰ زیاتو استازو  بار بار د نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونو  له امله، پر اسرائیلو د پراخه  بندیزونه لګولو غوښتنه وکړه.

2215096
د انګلستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې په لسګونو غړیو په اسرائیلو د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه

په انګلستان کی له ۷ بیلابیلو سیاسي ګوندونو نه تر ۶۰ زیاتو استازو  بار بار د نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونو  له امله، پر اسرائیلو د پراخه  بندیزونه لګولو غوښتنه وکړه.

د انګلستان پارلمان کی خپلواک استازي ریچارد برګون او عمران حسین په مشرۍ، د بهرنیو چارو وزیر ډیوید لامي ته لیک استول شوی او پر اسرائیلو د پراخو بندیزونه لګولو غوښتنه کړې ده .

ویل کیږي دا لیک د  واکمن کارګر گوند استازی دیان ابوت، خپلواک استازی جان مکدونل، شین ګوند مشترک بنسټگر او استازی کارلا ډینر، او د کارګر ګوند مخکینی مشر او خپلواک استازی جرمی کوربین په ګډون د ۷  بیلابیلو سیاسي ګوندونو نه تر ۶۰ ډیرو  استازو لاسلیک کړی دی.

لیبرال ډموکراتانو، پلید سمرو او اسکاتلنډ ملي ګوند استازو، او د انګلستان پارلمان د مشرانو جرګې یو زیات شمیر غړیو  هم د لیک نه ملاتړ کړی دی.

همداشان په لیک کی راغلي دي چې ، نړیوال عدالت محکمی د جولای په میاشت کی د اسرائیل لخوا  د فلسطیني سیمو اشغال غیر قانوني ګڼلی، او غوښتنه  کړې چی تر ممکنه هر څه  ژر کې کیږي باید دې ته د پای ټکی کیږدي .

"محکمه، انګلستان په ګډون ټولو هیوادونو ته امر کوي چی د اسرائیل لخوا  د فلسطین اشغال شوې سیمې په رسمیت ونه پیژني، او د دی شتون لپاره هیڅ مرسته یا ملاتر ونه کړي."

استازې انګلستان له  حکومت  غوښتنه کوي چی نړیوال حقوقو سره سم عمل وکړي، "موږ حکومت څخه  غوښتنه کوو چی نریوال عدالت محکمی د فلسطین اشغال شوو سیمو غیر قانوني وضعیت لپاره بندیزونه او مشخص ګامونه واخلي."



اړوند خبرونه