المان د روان کاله په دننه کی اسرائیلو ته لږ تر لږه ۱۳۱ میلیون یورو په ارزښت وسلی صادرکړی دي.
د المان د اقتصاد وزارت ویلي دي چې په روان کال کې اسرائیلو ته د ۱۳۱ میلیونو ایرو په ارزښټ وسلې صادر کړي دي
المان د روان کاله په دننه کی اسرائیلو ته لږ تر لږه ۱۳۱ میلیون یورو په ارزښت وسلی صادرکړی دي.
د المان د اقتصاد وزارت په فدرال پارلمان کې د مخالفو ګوندونو د استازې سهرا واگنکریخت ټولنال د پوښتنی د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې ، المان حکومت اسرائیلو ته د ۲۳.۶ میلیون یورو ارزښت لرونکو وسلو لیږد ته اجازه ورکړی ده.
د پوښتنی ځواب کی روښانه شوه چی المان سږ کال د نوامبر تر میاشت پورې اسرائیلو ته لږ تر لږه ۱۳۱ میلیون یورو په ارزښت وسلی صادری کړی دي.
المان حکومت اسرائیلو ته د لیږل شوو وسلو سیستمونو په اړه مفصل معلومات ورنه کړل.
د ویلو ده چې المان په وروستي توګه د فبروري په میاشت کی اسرائیلو ته ، سپکې وسلی، جنګي ټانکونه او تحت البحري کښتۍ ورکړې وې .
هیواد کی د اسرائیلو ته د وسلو لیږد پر موضوع باندی بحثونه هم روان دي.
د لاتین امریکا هیواد نیکاراګوا د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د المان پر خلاف اسرائیلو ته د وسلو د صادرولو له امله په فلسطین کی د اسرائیلو د نسل وژنی شریک بللی او اقامه د دعوا کړې ده .