د هالنډ پارلمان هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې باید پدې هیواد کې د نتنیاهو د نیولو حکم پلی شي

د هالنډ په پارلمان کې د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او پخواني دفاع وزير يوف ګالنټ پر ضد د جرمونو د نړيوالې محکمې (ICC) له خوا د صادر شوي حکم د عملي کېدو په اړه مسوده تصویب شوه.

2214302

پداسې حال کې چې د هالنډ په پارلمان کې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال بودیجې په اړه بحث روان و، د اپوزیسیون ګوند د پارلمان غړي کیټ پیري او د هغې سره ملګرو د ۵ نورو وکیلانو  لخوا د نتنیاهو او ګالنټ په وړاندې د نیولو امر پلي کولو لپاره پارلمان ته مسوده وړاندې کړه. مسوده د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

پدې مسوده کې  له حکومته غوښتل شوي دي  چې د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي چې د ICC د نيولو پرېکړه د ټولو هغو هېوادونو له خوا پلي کېږي چې د  محکمې غړیتوب لري او طرف دي .همداشان په مسوده کې له حکومته غوښتل شوي دي چې هالنډ باید ددې پریکړې د عملي کولو ترڅنګ د غیرې عاجل په صورت کې د نتنیاهو سره خپلې ټولې اړیکې او تماسونه پرې کړي.

د هالنډ د پارلمان لخوا تصویب شوی یو بل وړاندیز کې د لویدیځې غاړې په شمال کې د میشت ځایونو د شورا د رئیس یوسي داګان په وړاندې د اروپایي اتحادیې د بندیزونو ملاتړ کولو غوښتنه شوې ده.

ډګان د هالنډ د ښي اړخه مشر ګیرټ ویلډرز ته بلنه ورکړې وه چې په دسمبر کې د لویدیځې غاړې په یوه ناقانونه میشته سیمه کې پلان شوي پروګرام کې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د نوامبر په ۲۱ مه نيټه په غزه کې د ترسره کړو جنګي جنایتونو او بشري جرمونو له امله د لومړي وزیر نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر ګالانت د نیولو حکم صادر کړ.

اړوند خبرونه