په برازیل کې سترې محکمې ترڅنګ ولسسمشرۍ ماڼۍ او کانګرس ودانۍ ته نږدې دوه چاودنې شوي

د برازیل په  پلازمېنه کې  سترې محکمې ته نږدې په یوه میدان کې دوه چاودنې وشوې . د امنیتي دلایلو له امله د سترې محکمې ټول کارکوونکي له ودانۍ څخه تخلیه کړی  شول.

2209864
په برازیل کې سترې محکمې ترڅنګ ولسسمشرۍ ماڼۍ او کانګرس ودانۍ ته نږدې دوه چاودنې شوي

د  برازیل  فډرال سترې محکمې  ته نږدې دوه چاودنې وشوې .

د برازیل په  پلازمېنه کې  سترې محکمې ته نږدې په یوه میدان کې دوه چاودنې وشوې . د امنیتي دلایلو له امله د سترې محکمې ټول کارکوونکي له ودانۍ څخه تخلیه کړی  شول.

د امنیتي مسئولینو په وینا پدې پيښه کې تر اوسه د یو کس د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. سیمې ته ګڼ شمېر پولیس او اور وژونکي واستول شول.

د فډرال سیمې ملکي پولیسو ویلي دي  چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د چاودنو غږونو ته نږدې سیمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي کانګرس ودانۍ شتون لري، چې د پلیو او موټرو تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول وتړل شوه.

د برازیل ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دا سیلوا ویاند، خوزه کریسپینیانو، په خپله څرګندونه کې وویل چې لولا په ماڼۍ کې نه و.

چارواکو په خپله اعلامیه کې وویل چې په پلازمېنه برازیلیا کې د لوړې محکمې مخې ته چاودېدلی بم یو ځان وژونکی برید و.

د لومړنیو څېړنو په پایله کې څرګنده شوه چې لومړی بم په یوه مجسمه کې ځای پر ځای شوی و او برید کوونکی د چاودنې له امله په پېښه ځای کې مړ شو.

دویمه چاودنه په یو درول شوي موټر کې رامنځته شوه او د دواړو بمونو ترمنځ اړیکه څېړل کیږي.


پيوندونه: #چاودنې , #برازیل

اړوند خبرونه