امریکا په یمن کې د حوثیانو اړوند پر څو هدفونو د برید کولو نه خبر ورکړی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) د بریدونو انځورونه خپاره کړل.

2209909

د امریکا مرکزي قومندانۍ د نوامبر په ۹ او ۱۰ نېټه په یمن کې د حوثیانو پر ضد د ترسره کړو هوايي بریدونو انځورونه خپاره کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د حوثیانو پر تاسیساتو او وسلو سیستمونو هوايي بریدونه شوي دي.

د سنټکام لخوا  په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې ویدیو کې ښودل شوي چې د حوثیانو یو ګرځنده توغندی لانچر په هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.

د ویلو ده چې تیره ورځ حوثیانو هم په بحرالاحمر او عمان په سمندر کې د امریکا په دوه تخریبي جنګي کښتیو او یوې د الوتکو لیږدونکي کښتۍ باندې د ګنشمیر بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی وو.

په یمن کې حوثیان د اسرائیلو د غزې بریدونو په غبرګون کې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۳۱ راهیسې د یمن په سمندري سیمو کې هغه سوداګریز کښتۍ نیسي چې د اسرائیلو شرکتونو پورې تړلې دي، او د امریکايي ځواکونو پر پوځي هدفونو بریدونه کوي.

اړوند خبرونه