د روسیې یو مهم قومندان په بمي چاودنه کې ووژل شو
روسیې د تور سمندر د توغندیو او جنګي بېړیو قوماندان والېري ترانکوفسکي، د کریمیا په سیواستوپول ښار کې د خپل موټر لاندې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. دا هغه سیمه ده روسیې د خپلې خاورې ضمیمه کړې ده.
روسیې د تور سمندر د توغندیو او جنګي بېړیو قوماندان والېري ترانکوفسکي، د کریمیا په سیواستوپول ښار کې د خپل موټر لاندې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. دا هغه سیمه ده روسیې د خپلې خاورې ضمیمه کړې ده.
د روسیې پلټنو کمېټې د پیښې په اړه د ترهګریز برید په تړاو پلټنې پیل کړې دي.
د اوکراین رسنیو ادعا کړې چې د ترانکوفسکي په وژنه کې د اوکراین استخباراتو لاس درلود.
ترانکوفسکي د هغه قوماندان په توګه پېژندل کېده چې پر اوکراین د توغندیو بریدونو پر مهال یې د تور سمندر څخه د توغندیو د ویشتلو امر ورکړی . همداشان هغه په جنګي جنایتونو هم تورن وو.
د بله پلوه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سرسخت منتقد سر اشپز الکسي زیمین، چې د صربستان په پلازمېنه بلګراد کې په یوه هوټل کې مړ وموندل شو.
۵۲ کلن نامتو اشپز د روسیې-اوکراین جګړې وروسته لندن ته کډه شوی و او هلته یې رستورانت پرانیستی و. زیمین چې ویل کیږي د کتاب معرفي کولو لپاره بلګراد ته تللی و، د هغه د مړینې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
زیمین چې پخوا یې د یوې روسي مجلې د مشر اېډیټر په توګه هم دنده ترسره کړې وه، په اوکراین کې د جګړې او د کریمیا د الحاق په اړه د خپلو نیوکو له امله پېژندل کېده.
زیمین ویلي و چې د جګړې ضد څرګندونو له امله یې په روسیه کې تلویزیوني پروګرام له خپرونو وایستل شو او په انګلستان کې یې په رستورانت د ځورونې او اور اچونې ګواښونه ترلاسه کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده
د بالتیک په سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.