په چین کې یو تن د موټر پر مټ پر خلکو د برید سره په لسګونو تنه ووژل.
پرون د ماښام په ساعتونو کې د چین د شیانگجو مرکزي ولسوالۍ په یوه سپورتي مجتمع کې یوه حیرانوونکې پیښه رامنځته شوه.
2209673
په چین کې یو تن د موټر پر مټ پر خلکو د برید سره په لسګونو تنه ووژل.
پرون د ماښام په ساعتونو کې د چین د شیانگجو مرکزي ولسوالۍ په یوه سپورتي مجتمع کې یوه حیرانوونکې پیښه رامنځته شوه.
یو کس چې خپل جیپ ډوله موټر سره په آزاده فضا کې پر مزل کوونکو برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
۶۸ کلن موټر چلوونکی چې نوم یې فن مو ښودل شوی، د پیښې سمدستي وروسته ونیول شو. تورن په لومړنۍ څرګندونو کې ویلي چې له خپلې میرمنې طلاق شوی او د طلاق شرایطو او د شتمنۍ د ویش په اړه د نارضایتۍ له امله یې دا برید ترسره کړی دی.
ټپیان د سیمې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي. دا پیښه په ښار کې د چین د هوايي نندارتون (Airshow China) د پیل څخه مخکې رامنځته شوه.