واشنګټن پوست : ټرمپ له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. روسیه دا ادعا حقیقت نلري.
واشنګټن پوست د ټرمپ او پوتین د ټیلیفوني خبرو ادعا وکړ او روسیې رد کړه
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو ۴۷م منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو اترو پر مهال د روسیې-اوکراین جګړې د کشالې د کمولو غوښتنه وکړه.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ټرمپ ته د نږدې سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې ، دواړو مشرانو د ټاکنو وروسته د نوامبر په ۷مه ټیلیفوني خبرې ا کړې دي.
ټرمپ پوتین ته ویلي چې "واشنګټن په اروپا کې د پام وړ پوځي شتون" لري.
د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ له پوتین څخه د روسیې-اوکراین جګړې د کشالې د کمولو غوښتنه کړې ده.
د اوکراین حکومت ته ددې ټیلیفوني خبرو په اړه خبر ورکړ شوی دی.
پوتین د نوامبر په ۷مه ټرمپ ته مبارکي ورکړې وه او ویلي یې و چې له هغه سره خبرو ته چمتو دی.
ټرمپ د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال ادعا کړې وه چې د روسیې-اوکراین جګړه به "سمدستي" پای ته ورسوي.
روسیې بیا د پوتین او ټرمپ د ټیلیفوني خبرو په اړه ادعاګانې رد کړي دي.
د کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پیسکوف وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ۴۷م منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې نه دي کړې او په دې اړه هیڅ پلان نه لري.
پیسکوف په پلازمینه مسکو کې خبریالانو ته په وینا کې د ورځې مهمې مسئلو په اړه معلومات ورکړل.
پیسکوف د واشنګټن پوسټ هغه راپور رد کړ چې ویل یې "د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ له پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړي او د روسیې-اوکراین جګړې د کشالې د کمولو غوښتنه یې وکړه."
هغه وویل: "داسې خبرې اترې نه دي شوې. دا معلومات په حقیقت ولاړ نه دي، جوړ شوي دي. دا دروغجن معلومات دي."
پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین ټرمپ ته د زنګ وهلو پلان لري، وویل: "په دې اړه هیڅ پلان نشته."
پیسکوف وویل چې پوتین د لویدیځو مشرانو سره د اړیکو نیولو پلان هم نه لري، دوی په دې اړه هیڅ سیګنال نه دی ترلاسه کړی، خو دې ته چمتو دي.
پیسکوف په دې ټینګار وکړ چې اروپايي هیوادونه لا هم "د روسیې د ستراتیژیک ماتې" په لور روان دي، او زیاته یې کړه چې روسیه په اوکراین کې "ځانګړې پوځي عملیات" پر مخ وړي.
ویاند پیسکوف وویل چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو وروسته په اروپا کې کشاله او ویره لیدل کیږي.