روسیه : د اوکراین لخوا د روسیې د هلیکوپټرې د تښتولو پلان مو شنډ کړ
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې راپور ورکړی چې د اوکراین هغه پلان چې د روسیې د یوې هلیکوپټرې د تښتولو هڅه یې کوله شنډ کړای شو.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې راپور ورکړی چې د اوکراین هغه پلان چې د روسیې د یوې هلیکوپټرې د تښتولو هڅه یې کوله شنډ کړای شو.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست پلان درلود چې د عملیاتو له لارې هغه روسي "Mi-8MTPR-1" هیليکوپټر وتښتوي چې د راډیو الیکترونیکي وسایلو پر وړاندې مبارزه کوي.
په دې اعلامیه کې، چې د دغه عملیاتو د مخنیوي خبر ورکړل شوی، ویل شوي:
د اوکراین پوځي استخباراتو هڅه وکړه چې یو روسي پیلوټ خپلې خوا ته راکاږي او هليکوپټر تري وتښتوي. د دې په ځواب کې روسي استخباراتو د اوکراین د هوايي دفاعي سیستم او د اوکراین د پوځي واحدونه ځای پر ځای شوي وو کشف کړل او بریدونه یې ترسره کړل.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم اعلان وکړ چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې د دې مسلې په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی.
اړوند خبرونه
د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده
د بالتیک په سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.