جرمني پراسرائیلو د غزې پر مخ د ټولو سرحدي دروازو د خلاصولو غږ وکړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک پر اسرائیلو غږ کړی چې غزې ته د بشري مرستو لپاره ټولې سرحدي دروازې پرانیزي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک پر اسرائیلو غږ کړی چې غزې ته د بشري مرستو لپاره ټولې سرحدي دروازې پرانیزي.
انالینا بیربوک په خپله وینا کې وویل، چې د ژمي په رانژدې کېدو سره په غزه کې خلکو ته د خوراکي توکو، اوبو، درملو، حفظ الصحې توکو او خیمو رسېدل تر ټولو اړينه اړتیا ده.
هغې زیاته کړه: د دې لپاره اړتیا ده چې د غزې ټولو پولو دروازې د بشري مرستو لپاره پرانېستل شي. دا باید پرته له کوم عذر او غوښتنې ترسره شي. د اسرائیل حکومت باید په دې برخه کې اعتدال وښيي.
بیربوک په دې ټینګار وکړ چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې غزې ته ډېره لږه مرسته رسېدلې ده.
هغې زیاته کړه، په غزه کې له ۲ میلیونو څخه ډېر خلک، چې ډېری یې له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي، په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې تصور یې هم نهشي کېدای. زرګونه ماشومان د کنډوالو ترمنځ بې له والدینو او په کړاوونو کې ناست دي. هغې وویل ، د نړۍ په بل هېڅ ځای کې په دومره کوچنۍ سیمه کې دومره ډېر ماشومان چې لاسونه او پښې يې پرې شوي نه شته. د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.
بیربوک ټینګار وکړ چې د اسرائیل د "قانوني دفاع" حق د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې محدود شوی دی.
هغې وویل، دې کې دا حقیقت هم شامل دی چې د بشري مرستو لاسرسی باید هر وخت تأمین شي او هېڅکله باید د جګړې د وسيلې په توګه و نه کارول شي. په څو څو وار ژمنې شوې دي خو لا نه دي عملي شوي.
بیربوک د شخړو د پای ته رسېدو او د اوربند په اړه د جدي هڅو کولو ته اړتیا یو ځل بیا وښوده او ویې ویل چې پرته له اوربند څخه، مرګونه به ونه درېږي او کړاوونه به هم پای ته ونه رسېږي.
اړوند خبرونه
د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده
د بالتیک په سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.