د جرمني لومړي د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلد ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز له ډونالډ ټرمپ سره چې د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو، ټیلیفوني خبرې وکړې.
2208988
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز له ډونالډ ټرمپ سره چې د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو، ټیلیفوني خبرې وکړې.
د جرمني د حکومت ویاند ستېفن هېبسټرایټ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې شولز د امریکا د منتخب ولسمشر ټرمپ ته ټیليفون کړی او هغه ته يي په ټاکنو د بریا له امله مبارکي ورکړې ده.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو په دې ټیليفوني خبرو د جرمني-امریکا اړیکې او د روانو سیمه ییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې.
ویل شوي چې شولز ټرمپ ته د جرمني حکومت له امریکا سره همکاريو ته د دوام ورکولو لېوالتیا څرګنده کړه.
ویل شوي چې شولز او ټرمپ موافقه وکړه چې په اروپا کې د سولې د ټینګښت لپاره به په ګډه کار کوئ.