جرمني په فرانکفورت، مونیخ او هامبورګ کې د ایران د قونسلګریو د تړولو پریکړه وکړه

جرمني د ایران لخوا د ايراني الاصله د جرمني تبعه جمشيد شارمهد د اعدام په غبرګون کې په فرانکفورټ، مونیخ او هامبورګ کې د ايران قونسلګریو د تړلو پريکړه وکړه.

2205181
جرمني په فرانکفورت، مونیخ او هامبورګ کې د ایران د قونسلګریو د تړولو پریکړه وکړه

جرمني د ایران لخوا د ايراني الاصله د جرمني تبعه جمشيد شارمهد د اعدام په غبرګون کې په فرانکفورټ، مونیخ او هامبورګ کې د ايران قونسلګریو د تړلو پريکړه وکړه.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بيربوک په نيويارک کې د يوې وينا پر مهال د ايران له خوا د امريکا ميشته د رژيم ضد ډلې د مشر په توګه تورن شوي او په هيواد کې د ترهګريزو بريدونو په تور د ايراني الاصله د جرمني تبعه جمشيد شارمهد د اعدام په اړه يو ځل بيا غبرګون وښود.

بيربوک وويل چې دوی تهران ته څو ځله په څرګنده توګه ويلي و چې د جرمني د یو وګړي  اعدام به جدي پايلې ولري، نو "له همدې امله ما پريکړه وکړه چې په فرانکفورټ، مونیخ او هامبورګ کې د ايران درې قونسلګرۍ وتړم."

بيربوک وويل چې په تهران کې به د جرمني سفارت خلاص پاتې شي، ځکه "د دغو رژيمونو لپاره د هغوی تړل تر ټولو لويه ګټه ده چې موږ يې کولای شو."

دا پريکړه به پر ۳۲ ايراني قونسلي کارکوونکو اغيز وکړي او که د جرمني تابعيت ونه لري، د استوګنې حق به له لاسه ورکړي او د جرمني د خاورې نه د وتو غوښتنه به ترینه وشي.

د جرمني حکومت تر اوسه يوازې يو ځل په اوکراين د بريد په پايله کې د روسيې څلور قونسلګرۍ تړلې وې.

خو په برلين کې د ايران سفارت به خلاص پاتې شي او په جرمني کې ۳۰۰ زره ايرانيان به له دغه ځايه قونسلي خدمتونه ترلاسه کولای شي.

د جرمني او ايران ترمنځ خړې  اړيکې به د قونسلګريو د  تړلو سره نور هم پيچلې شي. ډير احتمال شته چې ايران به هم متقابل ګامونه پورته کړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د شارمهد د اعدام له حکم وروسته دوه ايراني ديپلوماتان شړلي وو. ايران هم په ځواب کې همدومره جرمن ديپلوماتان وشړل.

په تهران کې د جرمني سفير مارکوس پوتزل د سلا مشورو لپاره جرمني ته راوغوښتل شو.

د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفر په اړه خبرداری ورکړ او له جرمني اتباعو  يې وغوښتل چې له ایران څخه ووځي.



اړوند خبرونه