د امریکا تر ټولو پرمختللې پنځم نسل اف ۳۵ ډوله الوتکې د سیستمونو د خرابوالي له امله سقوط وکړ
امريکا متحده ايالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې F-35 جنګي الوتکې ، د نږدې ١١ دقيقو لپاره په هوا کې کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته سقوط شوه.
امريکا متحده ايالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې F-35 جنګي الوتکې ، د نږدې ١١ دقيقو لپاره په هوا کې کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته سقوط شوه.
د نږدې ١٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت الوتکې د راغورځيدو لامل "د پيلوټ تېروتنه" ښودل شوې ده.
دا پېښه د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر پر ١٧مه د سخت باران په طوفان کې رامنځته شوه.
پيلوټ د برېښنايي خرابۍ او په سکرينونو کې د ستونزو له امله د خپل ايجکټ سيټ په کارولو سره الوتکه پرېښوده.
خو پدې وخت کې F-35 د اتومات الوتنې کنټرول سيسټمونو له امله نږدې ١١ دقيقې په ١١٢ کيلومتره واټن کې په خپله الوتنه وکړه.
پيلوټ د ايجکټ کولو وروسته د يوه کور په انګړ کې راکوز شو او د يوه کور څښتن دروازه يې وټکوله، د ورکې شوې الوتکې د راپور ورکولو لپاره يې ٩١١ ته زنګ وواهه.
الوتکه د سويلي کارولينا په همينګوې سيمه کې په ځنګلي سيمه کې بله ورځ وموندل شوه.
د F-35 په خپله د الوتنې دوام کې د اتومات الوتنې کنټرول سيسټمونو مهم رول باندې ټينګار شوی دی.