زیلینسکي :هېواد یې توانېدلی چې د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوو پوځي مرستې لس سلنه ترلاسه کړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد یې توانېدلی چې سږ کال د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوې پوځي مرستې لس سلنه ترلاسه کړي.

2205089

زیلینسکي  د  خپل ټیلیګرام چینل له لارې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هغه بهرنیو ژورنالیستانو ته خپل هیواد ته چمتو کړو نظامي مرستو په اړه معلومات ورکوي.

زیلینسکي له هغو ستونزو چې له روسیې سره په جګړه کې  تجربه کړي او هغه ستونزې چې د ژمي په میاشتو کې رامنځته کیږي یادونه وکړه. هغه  د امریکا له خوا له اوکراین  سره د پوځي مرستو په اړه وویل،  تاسې خپل کار کوئ. په زیرمو، ځانګړو واحدونو، تجهیزاتو په ټولو باندې پوره باور لرۍ خو بیا هم  د تصویب شوو مرستو نه یواځې لس سلنه  (نظامي مرستې) ترلاسه کوۍ، دا ټوکې نه دې.

 زیلینسکي وویل هغه مرستې چې  د امریکا کانګرس  لخوا وار د مخه تصویب شوي دي، خو بیا هم ددې مرستو ځنډول د بودیجې خبره نده. دا خبره د بیوروکراسۍ، لوژیستیکي، لیدونو او شک او شبهو  په څیر دلایلو له امله ځنډول شوي دي.

زیلینسکي د ترلاسه شوو  پوځي مرستو په اړه یادونه وکړه او وویل چې دا مرستې هم د ځینو شرطونو په بدل کې شوي دي او زیاته کړه چې  د روسیې او اوکراین جګړه يواځې د جنګ په میدان کې  نه ده .

اړوند خبرونه