د اسپانیا په ختځو او جنوبي سیمو کې د اورښتونو او توپانونو له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

د اسپانیا ختیځې  او جنوبي سیمې  چې د زورورو  اورښتونو او توپان له امله  سخت اغیزمن شوي ، لږ تر لږه ۹۵ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی ګنشمیر نور لا درکه شوي دي چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.

2205103

 د هیواد په ختیځ د والنسیا ښار چې یو له هغه سیمو څخه دی چې د ورښتونو او توپانونو له امله ډیر ځپل شوی د ۹۲ تنو مړي موندل شوي دي.

په کاستیل-لا مانچا کې، بیا د مړو شمیره د ۳ تنو لوړه شوه.

 په ځانګړې توګه د والنسیا په سیمه کې، په لسګونو تنه  لا درکه شوي دي.

په دې سیمه کې د سېلابونو له امله ۱۲۰۰ کسان په خپلو ځایونو کې بند پاتې دي او تر ۵ زرو ډېر موټرې په لویو لارو کې پریښودل شوي دي. د والنسیا ښار په هوایی ډګر کې د سیلابونو له امله پرون الوتنې وځنډول شوې.

د هېواد په ختيځو او جنوبي سيمو کې د هوا د خرابوالي له امله ډېر زيانونه اوښتي. کرنيزې سيمې سېلابونو لاندې کړي، سلګونه موټر زيانمن شوي، ونې چپه  شوي، سړکونه او پلونه نړېدلي او د مځکني ټرانسپورت او اورګاډي په تګ راتګ کې جدي خنډونه رامنځته شوي دي.

 پداسې حال کې چې د پلازمینې مادرید او والنسیا ترمنځ لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د اورګاډي سفرونه هم لغوه شوي وو. د اسپانیا په حکومت کې د خپلواکو ادارو او سیمه ایزو پالیسیو وزیرې انجیل ویکتور توریس چې د بحران میز اداره کوي، د ناورین له امله درې ورځې ملي ماتم د اعلانیدو نه خبر ورکړی دی.

اړوند خبرونه