پولنډ د روسیې د یوې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په خپل بیان کې وویل چې په وروستیو ورځو کې څارنوالۍ محکمې ته په هېواد کې د خرابکارۍ د هڅو تر شا د بهرني استخباراتي سازمان د شتون په اړه پیاوړي شواهد وړاندې کړي دي.

2201929

سیکورسکي وویل "د بهرنیو چارو وزیر په توګه، زه معلومات لرم چې په پولنډ او متحدو هېوادونو کې د خرابکارۍ د هڅو تر شا د روسیې فدراسیون لاس دی، نو ځکه مې د پوزنان ښار کې د روسیې فدراسیون د قونسلګرۍ د فعالیت د جواز د لغوه کولو پرېکړه کړې ده. د قونسلګرۍ کارکوونکي به په پولنډ جمهوریت کې د نه غوښتل شویو کسانو په توګه اعلان  شي."

سیکورسکي له روسیې وغوښتل چې خپله هایبرید جګړه ودروي. سیکورسکي وویل چې د هایبرید جګړې د دوام په صورت کې دوی د راتلونکو ګامونو د پورته کولو حق ځانته ساتي او زیاته یې کړه "موږ به یو ګام هم شا ته اوچت نکړو، موږ د پولنډ جمهوریت او پولنډیان ساتنه او دفاع کوو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د پولنډ پرېکړه د دښمنۍ بل ګام وباله او ویې ویل چې د روسیې ځواب به دردوونکی وي.

د روسیې فدراسیون په پلازمېنه وارسا کې د سفارت پرته، په ګدانسک، کراکوف او پوزنان ښارونو کې قونسلګرۍ لري.

اړوند خبرونه