پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.

پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.

2198552
پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.

هغه وویل "د امنیت پورې اړوند مسلې باید د اوسني وضعیت پراساس په ټولیز ډول حل شي."

پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې د اوسنیو مسایلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پیسکوف د امریکا د ولسمشر جو بایډن د دې خبرې په ارزولو سره چې ویلي یې دي له روسیې، چین او شمالي کوریا سره د اټومي وسلو د کمولو په اړه بې قید او شرطه خبرو اترو ته چمتو دی.

"دا په داسې حال کې ناشونې ده چې اټومي قدرتونه لکه امریکا، انګلستان او فرانسه په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول د روسیې په وړاندې په جګړه کې ښکیل دي. روسیه فکر کوي چې دا ډول خبرې اترې اړینې دي او باید پټې نه شي، مګر د امنیت اړوند مسلو ته پام کیږي. په ټوله کې، د اوسني وضعیت پر بنسټ باید ونیول شي."

خو پیسکوف وویل چې دوی د فضا په برخه کې له امریکا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

پیسکوف د دې تورونو په ارزولو سره چې روسیه به په راتلونکي کې د ناټو پر غړو هیوادونو بریدونه وکړي، وویل چې روسیه خپل امنیت پخپله تضمینوي او د دې لپاره اړین ظرفیت لري.

پیسکوف دوام ورکړ:

"روسیه هېڅکله د ناټو په لور د خپلو پوځي زیربناوو په برخه کې پرمختګ نه دی کړی، دا برعکس پروسه ده. موږ د ناټو د پراختیا ټول پړاوونه او د روسیې د پولو په لور د پوځي بنسټونو د پیاوړي کولو په ټولو ګامونو پوهیږو، ښه پوهیږو چې څوک چا ته خطر پېښوي.ددې خبرې کول چې  د روسیې وسله وال ځواکونو خطر رامنځته کړی دی په بشپړه توګه ناسمه ده.  

ویاند پیسکوف د ناتو د "سټډفاسټ نون" کلني اټومي تطبیقاتو په اړه، وویل:

"البته، دا ډول تطبیقات په اوکراین کې د ګرمې جګړې په شرایطو کې د وضعیت د خرابیدو لامل کیږي."


پيوندونه: #پيسکوف , #روسیه

اړوند خبرونه