پوتین ویلي چې په نړۍ کې د تنوع منعکسونکی نوی نظم رامنځته شوی او دا یو نه بدلیدونکی بهیر دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې په نړۍ کې د تنوع منعکسونکی نوی نظم رامنځته شوی او دا یو نه بدلیدونکی بهیر دی.

2197516

پوتین د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د ترکمن شاعر او مفکر مخدوم قلي فراقي د زوکړې د ۳۰۰ مې کلیزې په مناسبت د "د زمانې او تمدن ترمنځ اړیکې - د عصري نړۍ او پرمختیايي فورم بنسټ" په غونډه کې ګډون وکړ.

پوتین دلته په خپله وینا کې وویل چې په ختیځ او سویل کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د قومي او مذهبي شخړو له ګواښونو سره سره نوي اقتصادي، مالي او سیاسي مرکزونه را منځته شوي دي.

د روسیې ولسمشر د دې په څرګندولو سره چې دوی د شتمنیو د عادلانه ویش، د نړیوال ژوند د رغنده ډیموکراسۍ او د څو قطبي نړۍ په نظم کې د متقابل عمل پلوي دي.  هغه وویل  چې  د اکتوبر په ۲۲ مه نيټه به د روسیې اړوند د تاتارستان جمهوریت په پلازمینه کازان کې د برازیل، روسیې، هندوستان، چین او سویلي افریقا نه جوړه د بریکس سازمان سرمشریزه جوړه کړي. پدې سرمشریزه کې به په همدې مسئلو هم خبرې وشي.

اړوند خبرونه