په ټایلنډ کې د ښوونځي په بس کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په تایلنډ کې د زده کوونکو په یو بس موټر کې  د اور لګېدو له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2193548
په ټایلنډ کې د ښوونځي په بس کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په تایلنډ کې د زده کوونکو په یو بس موټر کې  د اور لګېدو له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ټایلنډ د ترانسپورت وزیرې سوریا جونګرونګکي ویلي دي بس، چې د اوتای تاني سیمې څخه د ښوونځي د سفر لپاره روان و او ۳۸ تنه  زده کوونکي او ۶ ښوونکي په کې سپاره وو، د حرکت  پرمهال اور واخیست.

د بنکاک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سلاخوم امون ویلي، د بس د اور لګېدو له امله د ۲۲ زده کوونکو او ۳ ښوونکو په ګډون ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

سيلاخوم وويل، چې ١٩ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیلاخوم په خبره په بس کې د لومړني او منځني ښوونځي زده کوونکي سپاره وو، د بس موټر چلوونکی چې تیلیفون یې بند دی، د پيښې  په ځای کې ندی موندل شوی او په اړه يي پلټنې دوام لري.

د کورنیو چارو وزیر انوتین چارنویرکول هم ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د پېښې په ځای کې د لټون او ژغورنې د مامورینو د ارزونې له مخې، اورلګېدنه هغه مهال پیل شوه، چې د بس یو ټایر وچاودېد او موټر له خنډونو سره ټکر شو.

د تایلنډ لومړۍ وزیرې ، د ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د یوې مور په توګه ددې پیښې د اوریدو له امله ډیره زیاته متاثره شوې یم. هغې ددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړه.



اړوند خبرونه