په امریکا کې د هیلین توپان له امله د مړو شمېر له ۱۳۳ تنو ته لوړه شوه.
د هیلین توپان چې په ساعت کې د ۲۲۵ کیلومتره په سرعت سره د فلوریډا ساحل وهلی وو منفي اغیزې دوام لري.
په امریکا کې د هیلین توپان له امله د مړو شمېر له ۱۳۳ تنو ته لوړه شوه.
د هیلین توپان چې په ساعت کې د ۲۲۵ کیلومتره په سرعت سره د فلوریډا ساحل وهلی وو منفي اغیزې دوام لري.
د شمالي کارولینا، جنوبي کارولینا، جورجیا، فلوریډا او ویرجینیا په ایالتونو کې لږ تر لږه ۱۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د توپان له امله د رامنځته شویو زیانونو له امله تر ۱۰۰۰ زیات کسان پناه ځایونو ته پناه وړې ده.
تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په روانه اونۍ کې د توپان ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړي.
توپان په چټکۍ سره جورجیا، جنوبي کارولینا، شمالي کارولینا او ټینیسي ایالتونه اغیزمن کړل.
په فلوریډا کې د څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زرو کورونو او کاري ځایونو ، په جورجیا کې یو میلیون ، په سویلي کارولینا کې یو عشاریه ۳ میلیون او په شمالي کارولینا کې ۶۰۰ زره کورونو او کارځایونو باندې برښنا پرې شوې ده.
ولسمشر بایډن په فلوریډا او شمالي کارولینا کې "د ناورین حالت" اعلان کړ او د هغو کسانو لپاره یې د "فدرالي مرستې" امر وکړ چې د توپان له امله اغیزمن شوي.