امریکا منځني ختیځ کې څو زره سرتیري او یو زیات شمیر جنګي الوتکې استوي
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې دوی به په مینځني ختیځ کې د تیریدو د مخنیوي او د پراخې سیمه ایزو جګړې د خطر د کمولو په موخه خپل میشتو خپلو موجودو ځواکونو ته تازه دمي ځواکونه او جنګي الوتکې او نور تجهیزات واستوي .

د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سنګ په یوه ورځني خبري کنفرانس کې وویل:
"د دفاع وزارت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د ځواک د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کوي ترڅو په سیمه کې د تیري مخه ونیسي او د پراخې سیمه ایزې جګړې خطر کم کړي."
هغې د دې په بیانولو سره چې د USS ابراهام لینکن الوتکې وړونکې بیړۍ چې په سیمه کې ده په خپل ځای کې پاتې کیدو لارښوونه شوې ، او وویل چې په سیمه کې د هوایی دفاع د پیاوړتیا لپاره د موجوده نظامي شتون سربیره ، F-15E سټرایک ایګل، F-16، A-10 او F-22 جنګي الوتکې او یو "څو زره" پرسونل به د وضعیت د ملاتړ لپاره واستول شي.
سینګ وویل چې په سیمه کې د امریکا د پوځي واحدونو د ځای پرځای کولو لپاره د پنټاګون د چمتووالي کچه لوړه شوې ترڅو د مختلفو امکاناتو ځواب ورکولو لپاره خپل چمتووالی نور هم زیات کړي.