مارک روټ د ناټو سازمان د نوي مشر په توګه خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.

مارک روټ د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له ینس سټولټنبرګ څخه دنده په رسمي توګه تسلیم واخیسته.

2193436
مارک روټ د ناټو سازمان د نوي مشر په توګه خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.

مارک روټ د ناټو سازمان د نوي مشر په توګه خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.

مارک روټ د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له ینس سټولټنبرګ څخه دنده په رسمي توګه تسلیم واخیسته.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان  په مرکزي دفتر کې د دوره تسلیمۍ مراسم ترسره شول.

روټ په دې مراسمو کې د وینا پر مهال، د ټولو هغو متحدینو څخه د ناټو سازمان د نوي مشر د ټاکلو په برخه کې پر هغه باور او اعتماد کړی دی مننه وکړه.

روټ سټولټنبرګ ته په خطاب کې وويل "تاسو يو نمونه د مثال سرمنشي ياست، نن ورځ ناټو ډېره لويه، پياوړې او متحده ده، دا تر ډېره ستاسو د  ښې رهبرۍ نتیجه ده. له يوې خوا تاسې زما لپاره هدف ډیر زیات لوړ وټاکه او له بلې خوا، تاسو ما یو پیاوړی  اتحاد په میراث کې پریښود. ʺ

"زه هوډ لرم چې ناټو د راتلونکي ننګونو لپاره چمتو کړم." روټ وويل، د ناټو پياوړي ساتل، د ټولو ګواښونو پر وړاندې د ډله ييزې دفاع اغېزمن او د باور وړ پاتې کېدل، د دفاع او پانګونې په برخه کې زيات لګښت، له اوکراين سره د ملاتړ زياتول او د دې هېواد د ناټو د لا نږدې کېدو لپاره کار کول د ده لومړيتوبونه دي. هغه وویل چې موخه یې د هغو شریکانو سره د همکارۍ پراختیا ده چې ورته ارزښتونه لري، په ځانګړې توګه په اروپا کې او د آسیا - آرام سمندر په څیر سیمو کې.

مارک روت په دې باندې په ټینګار سره چې اوکراین باید د ناټو غړی وي، وویل، له یوه پیاوړي او خپلواک اوکراین پرته په اروپا کې دایمي امنیت نه شي راتلای.

نوي سرمنشي اروپايي اتحادیه د ناټو "ځانګړي او بنسټیز شریک" وباله او ټینګار یې وکړ چې همکارۍ باید پراختیا ومومي او دوام ومومي.

ینس سټولټنبرګ د دې په یادولو سره چې روټ په هالنډ کې د څلورو ایتلافي حکومتونو مشري کوله وویل: "تاسو وښودله چې تاسو پوهیږئ چې څنګه جوړجاړی وکړئ. دا هغه څه دي چې په ناټو کې به ډیر ارزښت ولري، مګر تاسو دا هم ښودلې چې تاسو زموږ د بنسټیز ارزښتونه او اصولو  په اړه  هیڅ کله جوړجاړی نه کوئ."

وروسته، سټولټنبرګ خپله څوکۍ روټ ته وسپارله.



اړوند خبرونه