د جرمنی ولسمشر د ایټالیا له خلکو بښنه وغوښته
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر په ۱۹۴۴ کال کې د نازیانو لخوا د ایټالیا په مارزابوټو ښار کې د ۷۷۰ کسانو د وژنې له امله بښنه وغوښته.
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر په ۱۹۴۴ کال کې د نازیانو لخوا د ایټالیا په مارزابوټو ښار کې د ۷۷۰ کسانو د وژنې له امله بښنه وغوښته.
شټاین مایر له خپل ایټالیوي سیال سرجیو ماتاریلا سره چې د سپټمبر په ۲۶ مه نیټه د درې ورځني سفر په ترڅ کې جرمني ته راغلی وو د ایټالیا د دولت اړوند په یوه خصوصي الوتکه ، بولونا ته ولاړ او د قتل عام د ۸۰ کلیزې په مراسمو کې یې ګډون وکړ.
دواړو ولسمشرانو د میرزابوټو په مونټي سیمه کې د وژل شویو کسانو په یاد کې جوړ شوي یادګار ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
شټاین مایر په دې مراسمو کې په خپله وینا کې وویل: «دلته کلمې کافي نه دي، دا کافي نه دي چې دا بیان کړي چې ۸۰ کاله مخکې په مونټ سول کې څه وشول، څومره ظلم، څومره درد او د ډېرو خلکو ژوند دلته تباه شو. "
شټاین مایر د دې خبرې په څرګندولو سره چې ۸۰ کاله وړاندې د وژل شوو کسانو د کورنیو لخوا له المانیانو سره د پخلاینې له امله زه نن دلته وینا کوم او زیاته کړه «د آلمان د ولسمشر په توګه زه یوازې د درد او شرم احساس کوم، زه هغو کسانو ته چې وژل شوي دي، سر ټیټوم. نن زه د خپل هیواد په استازیتوب له تاسو څخه بخښنه غواړم.
د ايټاليا ولسمشر ماتاريلا هم له خپل آلماني سيال څخه مننه وکړه چې د دغه قتل عام د کليزې په مناسبت پدې مراسمو کې ګډون وکړ.
ماتریلا وویل، "موږ دلته یو چې په ډیر وحشیانه توګه وژل شویو کسانو پر وړاندې خپل سرونه په ګډه ټیټو، مونږ د فاشیست نازیانو لخوا پدې خاوره او ټولنه کې د ترسره کړو وحشتونو او ظلمونو سره د رامنځته شوو تشو د ټولنیز پخلاینې سره د ډکولو په موخه دلته راټول شوي یو. دلته د یادولو لپاره دي ځکه چې حافظه مسؤلیت ته اړتیا لري.
ماتریلا وویل چې ایټالیا، آلمان او اروپا د ازادۍ، سولې، ډیموکراسۍ، حقونو او ټولنې او د نوي امنیت په جوړولو سره له هغه دوزخ څخه راوتلي دي.
هغه څه چې په مارزابوټو کې پیښ شوي د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې په ایټالیا کې د نازیانو لخوا ترسره شوي یو له جدي قتلونو څخه شمیرل کیږي.
د ۱۹۴۴ کال د سپټمبر له ۲۹ څخه د اکټوبر تر ۵ نیټې پورې د ایټالیا په مارزابوټو ښارګوټي کې د نازي پوځیانو د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون ۷۷۰ تنه ملکي وګړي ووژل.