د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوځ د سرتیرو د شمیرې د لوړولو په خاطر یو مهم ګام اوچت کړ.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر پوتین د روسیې د پوځ د شمېر د ۱۸۰ زرو سرتېرو د زیاتولو امر وکړ.

2188237

پوتین امر کړی چې د وسلهوالو ځواکونو شمېر دوه میلیونه ۳۸۰ زرو تنو  ته لوړ  کړي او ټینګار ېې کړی چې یو نیم میلیون تنه باید فعال عسکر وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تازه حکم سره پوځ ته د ۱۸۰ زرو تازه دمو سرتیرو د جذبولو امر کړی دی. د ویلو ده چې پوتین  د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته د پوځیانو له لېږلو وروسته دا  درېیم ځل دی چې  د پوځ شمېر د زیاتولو امر کوي. پوتین له ۲۰۲۲ کال راهیسې په ترتیب سره د ۱۳۷ زره ، ۱۷۰ زره او وروسته د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې د قسمي سفربري د اعلانولو سره ۳۰۰ زره تنه پوځ ته جذب کړل.

اړوند خبرونه