جرمني د  اوزبیکستان سره د کډوالۍ تړون لاسلیک کړ.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي چې اوزبیکستان ته د لومړي وزیر اولاف شولز د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د کډوالۍ تړون لاسلیک شوی

2187575
جرمني د  اوزبیکستان سره د کډوالۍ تړون لاسلیک کړ.

جرمني د  اوزبیکستان سره د کډوالۍ تړون لاسلیک کړ.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي چې اوزبیکستان ته د لومړي وزیر اولاف شولز د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د کډوالۍ هوکړه لیک لاسلیک شو او همدا راز د مهاجرت د پیاوړتیا او د کاري ځواک او ماهرو کارګرانو د پیاوړتیا په برخه کې هوکړه وشوه.

 راپور ورکړل شوی چې پدې کې د هغو کسانو د بیرته ستنیدو په اړه نږدې همکاري شامله ده چې په آلمان کې د پاتې کیدو حق نلري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر د کډوالۍ د تړون  په اړه  وویل: «د هغو کسانو د بیرته راستنیدو اغیزمن تطبیق چې په آلمان کې د پاتې کیدو حق نه لري، د غیر منظم مهاجرت د محدودولو په برخه کې مهم دی. موږ د دې لپاره پر ښو مقرراتو موافقه کړې ده. له بلې خوا، دا مهمه ده چې د اوزبیکستان وړ کارګران زموږ د کار بازار ښه کړي او "موږ په جرمني کې هغوې ته د زده کړې او لوړو زده کړو فرصتونه وړاندې کوو. په پای کې، موږ په بیړني ډول په ډیری سکټورونو کې د بهر څخه ښه تعلیم یافته کاري ځواک او ماهر کارګرانو ته اړتیا لرو. "

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز په خپله وینا کې وویل، دا تړون د هغو تړونونو یوه بیلګه وړاندې کوي چې اوس موږ غواړو د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ګام په ګام دا کار وکړو، موږ په جرمني کې د کاري ځواک د مهاجرت په برخه کې اسانتیاوې برابروو. ترڅو زموږ اقتصاد وده وکړي په ورته وخت کې ، هغه څوک چې بیرته راستنیدو ته اړتیا لري کولی شي دا کار وکړي .

جرمني تر دې مخکې له کینیا، ګرجستان، هند، کولمبیا او مراکش سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.



اړوند خبرونه