د روسیې د ولسمشر لخوا ناټو ، امریکا او اروپايی هیوادونو ته ګوټڅنډنه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، اوکراین ته د روسیې پر خاوره د برید اجازه ورکول به د اوکراین په جګړه کې د ناټو، امریکا او اروپايي هېوادونو د ګډون په معنا وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، اوکراین ته د روسیې پر خاوره د برید اجازه ورکول به د اوکراین په جګړه کې د ناټو، امریکا او اروپايي هېوادونو د ګډون په معنا وي.
پوتین دا څرګندونې د «روسیا-۱» دولتي تلویزون ته وکړې.
پوتين د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا او انګلستان اوکراين ته ددوې لخوا د ورکړ شوو اوږد واټنه توغندیو سره د روسيې پر خاورې د بريد اجازه ورکولو په مسئلې غور کوي ، وويل، د کيف ادارې ته د روسيې پر خاوره د بريد د اجازه ورکولو او يا نه کولو مسئله د بحث وړ نده ، ځکه چې اوکراین وار د مخه دا کار کړی دی او کوي يي. د بې پیلوټه الوتکو او نورو وسایطو سره د روسیې پر خاوره بریدونه کوي.
پوتين دې ته په اشارې سره چې د اوکراين پوځ د لوېديځ ساخت د پر مختللو او لوړ دقيق اوږد واټن ويشتونکو د استفادې او ددې توغندیو سره پر روسیې د بريد توان نه لري، "دا يوازې د سپوږمکۍ له لارې ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو په کارولو سره ممکن دي چې اوکراين يي نه لري. دا وسلې یواځې د ناټو د غړیو هیوادونو پوځي پرسونل استفاده کولی شي او بس. اوکرایني ځواکونه ددې توان او ظرفیت نلري.
پوتین وویل، د اوکراین ادارې ته د روسیې پر خاوره د برید اجازه ورکول او یا نه ورکول د بحث وړ مسئله نده « دلته مهمه مسئله د ناټو هیوادونه پدې جګړه کې په مستقیمه توګه د ګډون یا نه ګډون مسئله ده؟ خو که چیرې د روسیې پر خاوره د پرمختللو دقیق اوږد واټنه ویشتونکو توغندیو نه استفاده وشي ، دا ددې په معنا ده چې امریکا ، ناټو هیوادونه او اروپايي هیوادونه د روسیې سره په جګړه کې ښکیل شوي دي. که چیرې داسې وشي موږ به هم د ګواښونو له مخې اړین ګامونه اوچت کړو."