د اروپايی ټولنې لوړپوړي استازي بوریل اسرائیل ته خپل سفر لغوه کړ
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزف بوریل سیمې ته د خپل سفر په چوکاټ کې اسرائیل ته سفر خپل سفر لغوه کړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزف بوریل سیمې ته د خپل سفر په چوکاټ کې اسرائیل ته سفر خپل سفر لغوه کړ.
د اسرائيلي ورځپاڼې يديوت احرانوت د خبر له مخې بوريل چې په غزې د اسرائیلو د روانو بریدونو په اړه د خبرو په موخه مصر او د لبنان پلازمېنې بيروت ته سفر کړی وو سیمې ته د خپل سفر په چوکاټ کې ، اسرائيلو ته پلان کړی خپل سفر لغوه کړ.
ویل کیږي بوریل په پام کې لرله چې د سپټمبر په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو اسرائیلو ته سفر وکړي خو د اسرائیلو حکومت دا سفر د اکتوبر وروستیو ته چې د بوریل د دندې موده پایته رسیږي د ځنډولو غوښتنه وکړه.
بوریل په اروپايي ټولنه کې د اسرائیلو سفیر هیم ریګیف ته وویل چې اسرائیلو ته دده د سفر سره د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر د مخالفت له امله هغه اسرائیلو ته خپل سفر لغوه کړ.
جوزپ بوریل د غزې پر تړانګې د اسرائیلو د بریدونو، په اشغال شوې لویدیځې تړانګه کې د خپلو اشغالي سیاستونو او د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله په اسرائیلو د ډیرو سختو نیوکو له امله د اسرائیلو د حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزیر کاتز غبرګون راپارولی و.
بوریل د اروپايي ټولنې نه د اسرائیلو په حکومت کې د ښي اړخو شخصیتونو لکه د ملي امنیت وزیر بن ګویر او د مالیې وزیر سموتریچ د فلسطینیانو په وړاندې د نفرت نه ډکو څرګندونو او ویناګانو له امله پر دوې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې وه.
د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي ویلي وو چې اسرائیل پر غزې د خپلو بریدونو په ترڅ کې سیمې ته د بشري مرستو د ننوتو د مخنیوي سره په اصل کې لوږه د سیمې د خلکو پر خلاف د وسلې په توګه کاروي.