اسپانیا د لومړي ځل لپاره د فلسطین دولت سره دوه اړخیزه سرمشریزه جوړوي

اسپانیا د فلسطین د دولت سره چې د روان کال د مې په میاشت کې په رسمیت وپیژنده لومړنۍ رسمي سرمشریزه کوي.

2183339
اسپانیا د لومړي ځل لپاره د فلسطین دولت سره دوه اړخیزه سرمشریزه جوړوي

اسپانیا د فلسطین د دولت سره چې د روان کال د مې په میاشت کې په رسمیت وپیژنده لومړنۍ رسمي سرمشریزه کوي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز اعلان وکړ چې دوی به د فلسطین له دولت سره لومړنۍ دوه اړخیزه سرمشریزه وکړي . هغه وویل چې دا سرمشریزه به د روان کال د پایته رسیدو نه مخکې ترسره شي.

سانچیز په پلازمینه مادرید د دوبي له رخصتۍ وروسته ، د سروینټس انسټیټیوټ کې په راتلونکي سیاسي دوره کې د خپل حکومت لومړیتوبونو په اړه وینا وکړه.

د اسپانیا لومړي وزیر وویل، موږ به د غزې له خلکو سره په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ملاتړ ته دوام ورکړو، د جرمونو په نړیواله محکمه کې پر نتنیاهو فشار ته دوام ورکړو. او له فلسطیني دولت سره خپلې اړیکې به  لا مضبوطې او ټینګې کړو.

هغه د دې په یادولو سره چې اسپانیا د می په ۲۸ نیټه په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژاند، زه غواړم دلته اعلان وکړم چې د روان کال تر پایه به د اسپانیا او فلسطین دولتونو ترمنځ لومړۍ دوه اړخیزه سرمشریزه جوړه شي چې دا به یوه لویه سرمشریزه وي. موږ تمه لرو چې د اسپانیا او فلسطین دولتونو ترمنځ به مختلف تړونونه لاسلیک شي.

د ویلو ده چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د سپتمبر په دویمه په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې  کې د اسپانیا لومړي وزیر سانچیز څخه وغوښتل چې "د فلسطین د رسمیت پیژندولو نه منصرف شي."

د اسپانیا لومړي وزیر سانچیز د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ته په ځواب کې اعلان وکړ چې د فلسطین له دولت سره به دوه اړخیزه غونډه وکړي.


پيوندونه: #فلسطین , #اسپانیا

اړوند خبرونه