روسیې یو ځل بیا امریکا ته اوکراین ته د کروز توغندیو د ورکولو په مسئله کې خبرداری ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د امریکا په دې ښه پوهیږي چې د روسیې سره کرښه څه ده. هیڅوک  باید په دې اړه ملنډې ونه وهي.

2183349

لاوروف د روسې دولتي چینل ته په خپله وینا کې د امریکا د هغو پلانونو په اړه ارزونې وکړې چې اوکراین ته د F-16 جنګي الوتکو د کارولو لپاره کروز توغندي ورکوي.

لاوروف د دې په څرګندولو سره که چیرې دا پلان عملي دا به د دوې لپاره د حیرانتیا وړ خبره نوي. لاوروف وویل چې امریکا لا له وړاندې له ټاکل شوي حد څخه خپه اړولې ده او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دې کاره ګټه پورته کوي.

لاوروف وویل " امریکا  باید پوه شي چې زموږ د سره کرښې سره توکي نه کیږي." "دوی ښه پوهیږي چې زموږ سره کرښې څه دي."

لاوروف دې ته په اشارې سره چې په امریکا کې لا هم معقول خلک شتون لري چې اوکراین ته د وسلو د لیږد پایلې ارزوي، "زه هیله لرم چې د امریکا ګټې به په پام کې ونیول شي."

لاوروف د دې په بیانولو سره چې امریکا ډاډه دی او داسې فکر کوي چې مسئون دي او هیڅوک پر دوی غرض کولی نشي. هغه ټینګار  وکړ چې واشنګټن ټول هغه اصول له منځه وړي چې د شوروي-امریکا د ستراتیژیک ثبات تړونونه سره تصویب شوي وو او د روسیې فدراسیون سره يي پراختیا موندلې وه.

هغه دې ته په پام سره چې امریکا له روسیې سره د متقابل ستراتیژیک مقاومت احساس له لاسه ورکړی، دا خورا "خطرناک" دی.

اړوند خبرونه