روسیې د اوکراین پر پولتاوا ښار تر ټولو خونړی برید کړی دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې  د اوکراین پر پولتاوا ښار باندې د روسیې د پوځ د توغندیز برید په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ او د ټپیانو شمېر ۲۷۱ ته لوړ شوی دی.

2182973

زیلینسکي په هغه ویډیويي بیان کې چې د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې خپور کړی دی ، پرون اوکراین په پولتاوا ښار د روسیې د اردو لخوا ترسره شوي هوایی برید په اړه وروستي پرمختګونه شریک  کړل.

زیلینسکي وویل چې د شته معلوماتو له مخې د برید له امله د مړو شمیر ۵۱ او د ټپیانو شمیر ۲۷۱ تنو ته لوړه شوې ده.

زیلینسکي د دې په ټینګار سره چې په برید کې د روسیې پوځ دوه بالستیک توغندي کارولي، همداراز ویلي چې د پېښې په ځای کې پلټنې روانې دي.

زیلینسکي مخکې ویلي وو چې روسیې پر پولتاوا توغندیز برید کړی او د برید په پایله کې یو انسټیټیوټ یو څه ویجاړ شوی او څنګ ته روغتون هم زیانمن شوی دی.

پيوندونه: #برید , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه