د اوکراین د حکومت ګنشمیر وزیرانو په پرله پسې ډول له خپلو دندو استعفا وکړه.
د اوکراین د پارلمان مشر روسلان سټیفن چوک اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا هم خپله استعفا پارلمان ته وړاندې کړې ده.
د اوکراین د حکومت ګنشمیر وزیرانو په پرله پسې ډول له خپلو دندو استعفا وکړه.
د اوکراین د پارلمان مشر روسلان سټیفن چوک اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا هم خپله استعفا پارلمان ته وړاندې کړې ده.
سټیفن چوک په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی د وزیر کولیبا استعفا لیک ترلاسه کړی او ویلي یې دي چې استعفا به د راتلونکي عمومي غونډې په جلسه کې و ارزول شي.
همداشان د اوکراین د پارلمان رئیس سټیفن چوک په یو بل جلا بیان کې ویلي چې د اوکراین مرستیال لومړي وزیر او د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزیر ارینا ویرشچوک او د اروپا او یورو اتلانتیک ادغام لپاره د لومړي وزیر مرستیال اولها سټیفن اشینا هم پارلمان ته د استعفا غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
پرون، د اوکراین د ستراتیژیکو صنایعو وزیر اولیکساندر کامشین، د عدلیې وزیر ډینس مالیوشکا، د چاپیریال ساتنې او طبیعي زیرمو وزیر روسلان سټریټس او د اوکراین د ملکیت د صندوق رئیس ویتالي کوول پارلمان ته د استعفا وړاندې کړې وه .
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي جګپوړی سلاکار روستسلاف شورما هم د ولسمشر د یوه فرمان له مخې له دندې ګوښه شو.
دا بدلونونه وروسته له هغه راغلل چې اوکراین په پارلمان کې د واکمن ګوند مشر ډیویډ اراخامیا اعلان وکړ چې د کابینې نیمایي برخه به بدله کړي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې دا بدلونونه د اوکراین لپاره اړین دي چې هغه پایلې ترلاسه کړي چې ورته اړتیا ده او وویل چې د حکومت ځینې برخې باید پیاوړي شي.
زیلینسکي اعلان وکړ چې په راتلونکې میاشت کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د هغه له لیدنې دمخه په حکومت کې د بیارغونې لپاره چمتووالی بشپړ شوی.
د بله پلوه د اوکراین په پارلمان کې د مخالف ګوند وکیلې ایرینا ګراشچینکو د حکومت په بدلونونو نیوکه وکړه، د یووالي حکومت د جوړولو غوښتنه یې وکړه. هغې ټینګار وکړ چې په واک کې د زیلینسکي سیاسي ټیم نفوذ باید پای ته ورسیږي.