ناټو :د ناټو لخوا د اوکراین په هوايي حریم کې د روسي توغندیو ویشتل به جګړه نوره هم پراخه کړي

ناټو سازمان ویلي دي چې دوی د اوکراین په خاوره کې د روسېې اړوند توغندي له منځه وړلی نشې ، ځکه چې دا خبره ناټو د روسیې سره مخامخ په جګړه کې ښکیل کوي.

2182721
ناټو :د ناټو لخوا د اوکراین په هوايي حریم کې د روسي توغندیو ویشتل به جګړه نوره هم پراخه کړي

ناټو سازمان ویلي دي چې دوی د اوکراین په خاوره کې د روسېې اړوند توغندي له منځه وړلی نشې ، ځکه چې دا خبره ناټو د روسیې سره مخامخ په جګړه کې ښکیل کوي.

 د ناټو رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې غړي هیوادونه حق لري چې د دوی هوایی حریم څخه سرغړونې په صورت کې پر اهدافو بریدونه وکړي، مګر د یو احتمالي اقدام په توګه د اوکراین په هوايي حریم  کې  د روسیې توغندي ویشتل به جګړه نوره هم پراخه کړي او ناټو به په جګړه کې ښکیل کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناټو د کړکېچ د ډېرېدو د مخنيوي مسووليت لري او په جګړه کې به ښکېل نه شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاف سیکورسکي وړاندیز وکړ چې لویدیځ هېوادونه دې د ناټو هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې د روسیې توغندي وغورځوي. د پولنډ د دفاع وزارت هم له دې طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول ګام یوازې د ناټو د غړو هېوادونو په متفقه رضایت سره اخیستل کېدای شي.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې د توغندیو د ویشتلو وړاندیز کړی و. د اوکراین ولسمشر له لوېدیځو هېوادونو غوښتې چې په  اسرائیلو باندې د ایراني توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي  په څېر له کیف سره مرسته وکړي.

پولنډ په دې وروستیو کې د لنډ او منځني واټن بالستیک توغندیو په وړاندې د ساتنې لپاره د توغندیو یوه نوې دفاعي هډه جوړه کړه. د ناټو د توغندیو په دفاعي جوړښت کې دوه امریکايي ایګیس اشور سیسټمونه شامل دي چې په پولنډ او رومانیا کې ځای پر ځای شوي دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د اوکراین او منځني ختیځ په جګړو کې د بالستیک توغندیو کارول یو جدي ګواښ دی چې ناټو یې له پامه نشي غورځولی.


پيوندونه: #روسیه , #اوکراین , #ناټو

اړوند خبرونه