د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي سفر په ترڅ کې اذربایجان ته تللی دی.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ، کرملین په یوه بیان کې ویلي چې ولادیمیر پوتین د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف او د هغه له مېرمنې او د اذربایجان د ولسمشر له لومړۍ مرستیالې مهربان علی یف سره په خپل زاګولبا استوګنځي کې په غیر رسمي توګه لیدنه وکړه.
2177088

وروسته به رسمي لیدنې ترسره شي.
پوتین او علی یف به د روسیې او اذربایجان پر اړیکو، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې پر بهیر او اوسنیو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د دې سفر د یوې برخې په توګه، پوتین او علییف به یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړي، او د دواړو هیوادونو ترمنځ به یو شمیر تړونونه لاسلیک شي.