ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سرمنشي لخوا د امنیت شورا په جوړښت کې د اصلاحاتو د غوښتنې ملاتړ وکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په جوړښت کې باید اساسي بدلون رامنځته شي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په جوړښت کې باید اساسي بدلون رامنځته شي.
ولسمشر اردوغان د خپلې ټولنیزې مډیا د پاڼې له لارې د افریقا په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش پيغام ته ځواب ورکړ.
اردوغان په خپله ليكنه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ، د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا كې د اصلاحاتو په اړه په صادقانه او لوړ غږ د خپل نظر څرګندول د ننني شرايطو سره سم د نړۍ د يو عادلانه نظام د رامنځته كېدو لپاره ډېر ارزښت لري.
اردوغان په دې خبرې سره چې د افریقا براعظم او ټولو افریقایانو ته باید فرصت ورکړل شي چې په دغه عادلانه نظام کې ونډه واخلي:
" مخکې له دې چې په نړۍ کې روانې جګړې لا زیات مونږ په خپل منځ کې راګیر کړي، مخکې له دې چې لا زیاتې وینې تویې شي او انسانان او ټولنې لا زیاتې زیانمنې شي، مخکې له دې چې د لا زیاتو بې ګناه او معصوم انسانانو وینې تویې شي ،
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړښت، چې د نړیوالې سولې او امنیت د تامینولو لپاره تاسیس شوی او له بده مرغه چې د خپلې دندې له ترسره کولو څخه واټن اخیستی دی. پدې جوړښت کې باید په بنسټیز ډول بدلون رامنځته شي . دا هغه څه دي چې انسانیت له موږ څخه تمه لري، موږ به د دې هیلو په ځواب کې ووایو چې 'نړۍ له ۵ څخه لویه ده. مونږ د تورکیې په توګه د یو عادلانه نړیوال سیسټم او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جوړولو لپاره د خپلو ټولو هغه ملګرو نه چې په صادقانه توګه هڅه کوي ملاتړ ته دوام ورکړو."
د یادولو وړ ده چې د ملګروملتونو مشر ګوتریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې په امنیت شورا کې د افریقا د استازیولۍ په اړه څرګندونې وکړې او وویل چې پدې شورا کې د افریقا لویې وچې ته د استازیولي د ورکولو په خاطر باید اصلاحات رامنځته شي.