روسیې د اوکراین سره په پوله کې په بیلګورد سیمه کې وضعیت د "فدرالي اضطراري" کچې ته لوړ کړ
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزیر الکساندر کورینکوف ویلي چې د اوکراین د پوځ د بریدونو له امله په بیلګورد سیمه کې وضعیت د "فدرالي اضطراري" کچې ته لوړ شوی دی.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزیر الکساندر کورینکوف ویلي چې د اوکراین د پوځ د بریدونو له امله په بیلګورد سیمه کې وضعیت د "فدرالي اضطراري" کچې ته لوړ شوی دی.
کورینکوف د بلګورود سیمې د وضعیت د ارزیابۍ په موخه په جوړه کړې غونډه کې ، وویل چې پر سیمه د اوکرایني ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول بریدونه شوي او د سیمې خلکو ته د مرستې رسولو هڅې شوي، خو دا کافي نه دي.
کورینکوف وویل چې په سیمه کې وضعیت "مشکل" او "کړکیچن" دی او دوی پریکړه کړې چې د بلګورود په سیمه کې وضعیت د "فدرالي اضطراري" کچې ته لوړ کړي.
د روسیې د بلګورود سیمه ایز والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټیلیګرام چینل کې په خپله وینا کې ویلي چې د اوکراین د پوځ له خوا د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د دې سیمې په شیبکینو ښار باندې په برید کې څلور تنه ټپیان شوي او څو ودانۍ زیانمنې شوې دي.
پرون، د روسیې او اوکراین په پوله د بیلګورود په سیمه کې د اوکراین د پوځیانو د بریدونو له امله "سیمه ایز بیړنی حالت" اعلان شو.