جوزیف بوریل : نړیوال قانون د فلسطین د اشغال په مسئله کې د مشکلاتو د هوارولو لپاره کافي نه دی

د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتې تګلارې مشر جوزپ بوریل وویل نړیوال قانون د فلسطین د اشغال په مسئله کې د مشکلاتو د هوارولو لپاره کافي نه دی او سیاسی فعالان د قانونی فیصلو په اجرا کې  باید رول ولوبوي .

2166144
جوزیف بوریل : نړیوال قانون د فلسطین د اشغال په مسئله کې د مشکلاتو د هوارولو لپاره کافي نه دی

د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتې تګلارې مشر جوزپ بوریل وویل نړیوال قانون د فلسطین د اشغال په مسئله کې د مشکلاتو د هوارولو لپاره کافي نه دی او سیاسی فعالان د قانونی فیصلو په اجرا کې  باید رول ولوبوي .

جوزپ بوریل د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته د غزې د وروستي وضعیت په اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

"نږدې ۱۰ میاشتې، یعنې ۲۹۰ ورځو راهیسې په غزه کې جګړه په شدت سره دوام لري او موږ نور ډیر  ستړي شوي یو. مونږ اوس هم په سیمه کې د  ملکي خلکو د نویو جبري بې ځایه کیدو شاهدان یو." بوریل ویلي چې په غزه کې تر ۱۷ زرو زیات یتیمان شتون لري او سیمې ته د بشري مرستو رسول ډېر محدود دي.

بوریل دې ته په اشارې سره چې د غزې ۹۶ سلنه نفوس د خوړو خوندیتوب نلري، "تاسو کولی شئ دې وضعیت  هر هغه څه چې وغواړۍ نوم ورکړۍ، مګر دا وحشت د  زغملو وړ ندی او  موږ باید د خپل انسانیت په استازیتوب د دې مخنیوي لپاره هرڅه وکړو."

جوزپ بوریل وویل چې د نړیوال قانون پریکړې باید د سیاسي لوبغاړو لپاره "لارښوونې" وي.

"نړیوال حقوق نن ورځ  د سیاست د ناکامیو بدیل ګرځیدلی، خو نړیوال حقوقي بنسټونه که هر څومره مشروعیت ولري، که هر څومره زورور وي، د قانون د پلي کولو لپاره شتون نه لري، د قانون د څرګندولو لپاره شتون لري، د قانون پلي کول باید له سیاسي اړخه ترسره شي  نه  د محکمې له لارې . هغه وویل چې نړۍوال اکټوران پدې برخه کې ډیر مسئولیت لري چې باید پر ځای کړي"

جوزیف د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت پر هغه پریکړې چې ویلي دي په لویديځه تراړه کې مځکې د تاریخي لاملونو له امله ددوې ملکیت دی ډیره سخته نیوکه وکړه".

"اوس مهال د تاریخ او یا د تاریخ د تفسیر او نړیوال قانون تر منځ جګړه روانه ده، دا زموږ د ټولو لپاره ډېره نازکه شېبه ده، ځکه ښايي جګړه له لبنان څخه یمن ته وغځېږي، ښايي د غزې وضعیت نور هم خراب شي." هغه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې مخنیوي لپاره کار وکړي.



اړوند خبرونه